۱۳۸۸ تیر ۲۱, یکشنبه

ژوند په واشير کي



واشير ولسوالي دهلمند ولايت په شمال لويديځ کي پرته ولسوالي ده .

په واشير ولسوالي کي ميشت ټبر نورزى دى ،اکثره خلګ ورته دنورزو ناوه هم وايي.

داولسوالي د غرونو دډيرو لويو لړيو په منځ کي پرته ده ،دوخت داولياوو زيات او لوى لوى زيارتونه په کي دي

دواشير ولسوالي ځانته ځانګړني لري ،په دي ولسوالي کي دسهار له لوري شب باد،دکاريز ډير صافي اوبۀ او ملايمه هوايي عليحيده ځانګرتياوي دي

دواشير ولسوالي يوه دريته ورته لکه په هار پيودلي داني داسي مسلسل کلي او بآنډي لري ،ددې ولسوالي ټول مربوط ټول کلي يوه سيند په خپل غاړه لکه تارپيودلي دي ،تول کلي په يوه معينه فاصله ددې سيندپريوه اوبله غاړه پراته دي

خلګ يي په کرهڼه بوخت دي ،او په دي وروستيو کي يي دجنګو نو اوبمبارونو له امله نه ښوونځي پاته دى اونه يي هم کاريز ټول خلګ يي ديوه کړاو سره مخ دي

خلګ يي دموسيساتو نه غواړي چي کاريز يي بيرته دسره ورغوى او سيمي ته يي اوبه ورکړي

مجتبي